
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودی عربستان حکومت وایي، د حجاجو د امنیت لپاره د هوايي دفاع سیسټمونه ځای پر ځای شوي
د دغه هېواد د دفاع وزارت وايي، د حجاجو د امنیت د خوندیتوب لپاره د هوايي دفاع سیسټمونه په اړینو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ټولې نړۍ څخه له یو نیم میلیون زیات کسان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
نن په سعودي عربستان کې عرفه او سبا به د نیکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ وي، چې د حج فرضي مراسم به هم ورسره پای ته ورسیږي.
له افغانستان څخه په دغه مراسمو کې دیرش زره حجاجو ګډون کړی دی.