افغانستانخبرونه

ملاحسن آخند: د نظام د بنسټونو په اړه ستونزې شته او باید وېښ اوسو

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د دغه ډلې تر واک لاندې د ارګ په جومات کې د اختر د لمانځه وروسته په خپله وینا کې ویلي، که څه هم ستونزې شته، خو باید ویښ واوسو، علما او ټول افغانان باید دښمن ته د نظام د بنسټونو د کمزوري کولو اجازه ورنه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې مغرضه رسنۍ د دوی لاسته راوړنې کمزورې ښيي او په اړه یې ناسم قضاوت کوي.

هغه له بلې خوا له ځوانانو او موټر چلوونکو غوښتي چې د اختر او نورو ورځو پر مهال د موټر چلولو پر وخت پوره احتیاط وکړي او د ډېر سرعت له امله ځان او نورو وګړو ته زیان ونه رسوي.

د یادونې وړده، چې د قربان اختر لمونځ نن سهار د طالبانو د مشرانو په شتون کې د دغه ډلې تر واک لاندې په ارګ کې ترسره شو.