
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو په یوه برید کې د دغه هېواد درې پوځیان وژل شوي، بلخوا وزیرستان کې بیا ۴ پوخیان له دغه ډلې سره یو ځای شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ درې پاکستانی پوځیان چې د رخصتۍ لپاره له قبایلي سیمو څخه خپلو کورونو ته روان وو، د وسله والو له خوا ووژل شول.
سرچینو تائید کړې چې دا پوځیان د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې په نښه شوي دي.
په ورته وخت کې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستانی پوځیان د د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ډلې سره یوځای شوي دي.
پاکستانی چارواکو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.