
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ په غزه کې د اسرائیلو بمبارۍ له امله، د اختر په لومړۍ ورځ د ۴۲ فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شو.
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، د جمعې په ورځ د اسرائیلو هوايي بریدونو او ډزو له امله په ټولو فلسطیني سیمو کې ۴۲ کسان شهیدان شول.
د ملکي د فاع یوه چارواکي خبري اژانس ته وویل، یوازې په شمالي جبالیا سیمه کې د اسرائیلو بریدونو له امله ۱۱ کسان شهیدان شول.
د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې تر دا مهاله د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۵۵ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۷ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.