خبرونهنړۍ

روسیې د اوکراین په تر ټولو لوی ښار برید کې مالي او ځاني زیانونه اړولي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

روسیې د اوکراین پر دویم لوی ښار تر اوسه تر ټولو لوی برید وکړ چې له امله یې ۲۲ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښترو ترڅنګ، ګڼې ودانۍ ویجاړې شوېی
د خارکیف پر ښار د روسیې د توغندیو او ډرون بریدونو له امله ۳ کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان شوي، خو د اوکراین د هوايي دفاع سیسټم ګڼ ډرونونه ویجاړ کړل.
د خارکیف ښاروال وايي، روسیې ۹ توغندي او ۲۰۶ ډرونونه وویشتل چې له امله یې ۳ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
هغه زیاته کړه، د ۲۰۲۲ کال د فبروري له میاشتې راهیسې، کله چې روسیې پر اوکراین جګړه پیل کړه، دا پر خارکیف تر ټولو لوی برید دی چې په پراخه کچه یې انساني او مالي زیانونه اړولي دي.
د اوکراین د رسمي معلوماتو له مخې، د روسیې له خوا ویشتل شوي ۱۷۴ بریدونه د هوايي دفاع سیسټم له خوا ویجاړ شوي دي.
له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت وايي، اوکراین د کرسک، برینسک، کلوګا، سمولنسک او مسکو په لور ۳۶ ډرونونه وویشتل چې ټول ویجاړ شوي دي.
د خارکیف ترڅنګ، د خیرسون په سیمه کې هم د روسیې د ګولابارۍ له امله د یوې ودانۍ د نړېدو په پایله کې یو میړه او مېرمن ووژل شول.