خبرونهنړۍ

د کولمبیا د ولسمشرۍ نوماند په برید کې سخت ټپي شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د کولمبیا هېواد د ولسمشرۍ نوماند میګوئل اوریبې د یوې غونډې پر مهال وینا کوله چې پرې ډزې وشوې او ټپي شو.
د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د کولمبیا په پلازمېنه بوګوټا کې د شنبې په ورځ د ښي اړخ اپوزیشن سناتور او د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو نوماند میګوئل اوریبې باندې د وینا پر مهال ډزې شوي، چې له امله یې هغه سخت ټپي شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، د ۳۹ کلن میګوئل اوریبې پر سر دوه ګولۍ لګېدلې او هغه سمدستي روغتون ته لېږدول شوی، چې حالت یې نازک ښودل شوی.
بل خوا، د کولمبیا حکومت دغه پېښه یو برید بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.
د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیرې په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، تشدد هیڅکله لاره نه شي کېدلی، او هغه د میګوئل د روغتیا لپاره دعا کوي.