
کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د مرسي کورپس سازمان په یوه راپور کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي د افغانستان پلازمېنه کابل لومړنی ښار شي چې په بشپړه توګه اوبه ونلري.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په تېره لسیزه کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه د ښاري کولو د چټکتیا او د اقلیم د بدلون د کړکېچ له امله تر ۳۰ مترو پورې راټيټه شوې ده.
د ګارډین ورځپاڼې هم ویلي، چې د کابل ښار نږدې نیمايي کندې وچې شوې دي او که دا بهیر همداسې دوام وکړي، د کابل ټولې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې به د ۲۰۳۰ کال په پیل کې وچې شي او د دې ښار اووه میلیونه اوسېدونکي به له جدي ګواښ سره مخ شي.
په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسیدونکو هم اندېښنې ښودلي، چې له اوسه یې په کورونو کې د پاکو اوبو څآه ګانو کې د اوبو کموالی رامنځته شوی دی.