
کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د رویټرز خبري اژانس د امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات باور لري چې د ولادیمیر پوتین له خوا د اوکراین پر ضد د وروستي بې پیلوټه الوتکې برید په غچ اخیستنې د ګواښ لا تر اوسه په بشپړه او جدي توګه نه دی پلي شوی.
امریکايي چارواکو ویلي، دا غبرګون به ښايي یو څو اړخیز او پراخ برید وي.
رویټرز د یوه «لوړپوړي دیپلومات» په حواله لیکلي: د روسيې راتلونکی برید به «پراخ، سخت او بې رحمه» وي.
په ورته وخت کې د روسيې دفاع وزارت د ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د ویجاړولو راپور ورکړی
د روسيې دفاع وزارت راپور ورکړی چې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستم تېره شپه د بریانسک، بلګوروډ، کالوګا، تولا، اوریول، کورسک، د مسکو سیمې او کریمیا پر سر ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي.