افغانستانخبرونه

پکتيا کې چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ دفتر وایي، دغه پښه نن د ډنډ پټان ولسوالۍ په حسن خېلو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ماشومانو په ناچاوده مرمۍ لوبې کولې، او د وژل شوي ماشوم عمر ۱۲ کاله دی.

د دغه پېښې ټپیان روغتون ته لیږل شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.