خبرونهنړۍ

په جاپان کې د امریکا په هوايي اډه کې څلور جاپاني سرتېري ټپیان شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د جاپان په سویل کې د امریکا په هوايي اډه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور جاپاني سرتېري ټپیان شوي.

دا چاودنه د اوکیناوا په سویلي ټاپو کې د امریکايي اډې په هغه ځای کې شوې چیرې چې د جګړې له وخته نا چاود توکې او مهمات ساتل کیږي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، دا سرتېري په سطحي توګه ټپیان شوي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان د ځاني دفاعي ځواکونو عمومي قوماندانۍ ویلي، دوی د کادینا هوايي اډې کې د چاودنې راپورونو پلټنه کوي.

هغه وایي، دا چاودنه هغه مهال شوې کله چې د جاپاني متخصصینو یوه ډله د نه چاوده مهماتو په اړه کار کاوه.