
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ د کډوالۍ د پالیسو پر وړاندې لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوي، چې له امله یې په لاس اینجلس کې ګڼ شمېر موترو ته هم اورونه اچول شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو پر وړاندې په کلیفورنیا کې لاریونونه درېیمې ورځې ته وغځیدل، چې په ترڅ کې په لاس اینجلس کې په تاوتریخوالي بدل شوي او خلکو د پولیسو موټرو ته اور اچولی.
بلخوا، په لاس اینجلس کې ملي ګارډان ځای پر ځای شوی، او د ټرمپ په وینا، ملي ګارډ د سولې او نظم د ټینګښت لپاره لېږل شوی.
هغه زیاته کړې، هغه څوک چې پارونه رامنځته کوي له قانون څخه به خلاص نه شي، په امریکا کې د تاوتریخوالي لاریون لپاره هیڅ ځای نشته.
د یادونې وړ ده، په لاس اینجلس کې د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې د چاپو له امله لاریون پیل شوې، او مظاهرهچیانو د کډوالۍ چارواکو او پولیسو سره نښتې هم کړې.