افغانستانخبرونه

قانع: په کمپني کې د اورلګېدنې پر مهال ۱۳۹ دوکانونه ژغورل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د دې وزارت د اوروژنې ټیمونو او امنیتي ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار پنځمې ناحیې په کمپني ساحه کې اورلګېدنه کنټرول کړه او ۱۳۹ دوکانونه یې له سوځېدو وژغورل.

د قانع په وینا، د لومړنیو پلټنو له مخې، د اورلګېدنې اصلي لامل د برېښنا په سیستم کې ستونزه وه.

هغه د دغه اور لګیدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه ندي ویلي.
دا اورلګېدنه تېره ورځ سهار د کمپني په سیمه کې، د پنځمې ناحیې په یوه مارکیټ کې رامنځته شوه.