
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
پنجشېر کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه کسان ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د هرات ولایت اصلي اوسېدونکي وو او پنجشېر ته د چکر لپاره تللي وو.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د یادو کسانو موټر د خنجدولسوالۍ د دشت ریوت په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوی او شاوخوا ۱۰۰ متره له لوړوالي غورځېدلی دی.
امنیه قومانداني زیاتوي چې په دغه پېښه کې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.