
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د اوکلاهوما ایالت کې یو ۲۷ کلن افغان، چې د متحده ایالاتو د ټاکنو په ورځ د برید د پلان جوړولو په تور نیول شوی و، د داعش ډلې سره د اړیکو لرل منلې.
د سيانان د راپور له مخې، نصیراحمد توحیدي په دوو جرمونو اعتراف کړی: د دولت اسلامي (داعش) ډلې سره توطئه او ملاتړ، او د ترهګریز جرم ترسره کولو لپاره د وسلو ترلاسه کولو هڅه.
د راپور له مخې، توحیدي له ۳۵ کلونو بند سره مخ دی.
د «افبياي» مشر کش پټل په یوه بیان کې ویلي چې متهم اعتراف کړی چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ یې د یوه ترهګریز برید لپاره پلان جوړ کړی او وسلې یې ترلاسه کړې وې.
د محکمې د اسنادو له مخې، توحیدي تېر کال په اوکلاهوما ښار کې ژوند کاوه او دوه ایکا-۴۷ ډوله ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ مهمات یې ترلاسه کړي وو ترڅو پر ګڼه ګوڼه برید وکړي.
حاجيزاده، چې هغه مهال ۱۷ کلن و، د اپریل په میاشت کې یې خپل جرم منلی و او د بالغ په توګه محاکمه شوی دی. هغه له ۱۵ کلونو بند سره مخ دی.
د سيانان د راپور له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د کابل د طالبانو له نیواک وروسته د ځانګړې مهاجرتي ویزې له لارې متحده ایالاتو ته راغلی و.
د عدلیې وزارت په وینا، توحیدي د اکتوبر په ۷مه نیول شوی و، په داسې حال کې چې د هغه د مهاجرت وضعیت تر بررسۍ لاندې و او په مشروط ازادي کې و. له هغه وخت راهیسې د هغه مشروط ازادي لغوه شوې ده.
د افبياي مامورینو ویلي چې توحیدي، چې د موټر چلوونکي او موټر پلورنځیو کې یې کار کاوه، له نیول کېدو یوه میاشت مخکې تر څارنې لاندې و.