افغانستانخبرونه

هند افغانستان ته په ۲۰۲۶ کال کې خپل کرنيز صادرات کموي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

هندي رسنيو راپورونه ورکړي چې په سیمه کې وروستيو شخړو او ترینګلتیاوو ته په کتو ښايي، په ۲۰۲۶ کال کې دغه هېواد افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې کمښت راولي.

د هندي رسنيو د معلوماتو له مخې، لویه ستونزه د لارو د تړل کېدو وېره ده چې هند له پاکستان سره اړیکې خرابې شوي او لارې ښايي ستونزمنې شي او دغه راز په ایران کې وروستیو جګړو او وضعت ته په کتلو ښايي د چابهار بندر لاره هم وتړل شي یا محدوده شي چې ورسره به هند افغانستان ته د صادراتو کچه کمه کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په څرګنده څه نه دي ويلي چې دغه چاره به ستونزمنه وي او که نه او يا به هم په افغانستان کې د خوراکي توکو پر نرخونو اغیز ولري که به له نورو لارو دا ستونزه حل کړي.