
کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنيو چارو وزیر وايي، هېواد يې له اسرئیلو سره د جګړې د دوام پلوی نه دی خو که پرې همداسې وتپل شي نو دوی به له ځانه په کلکه دفاع وکړي.
هغه دغه راز هيله څرګنده کړې چې له امریکا سره د اټومي وسلو او پروسې په اړه هوکړې ته ورسېږي او دغه راز روانه جګړه هم پای ومومي.
عباس عراقچي دا څرګندونې نن په تهران کې د بهرنيو سفیرانو او د سفارتونو له استازو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
دی وايي، دوی له امریکا سره د اټومي وسلو په اړه د هوکړې په تړاو پنځه ځلې ناستې وکړې او ټاکل شوې وه چې شپږم پړاو خبرو اترو کې دوی امریکا ته خپله ترحه وړاندې کړي خو د اسرائیلو برید دا هر څه له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.
هغه وويل، اسرائیل د ایران د اټومي وسلو د پروسې په تړاو د هر ډول خبرو اترو مخالفت کوي او کله چې په دغه برخه کې هڅې شوي اسرائیلو د خبرو اترو مخالفت کړی او له بېلابېلو لارو يې مخه نيولې ده.
ایران وايي، د اټومي بډاینې پروسه يې د سوله يیزو موخو لپاره ده خو امریکا او نوره نړۍ دغې خبرې ته د شک په سترګه ګوري او په لویه کچه يې مخالفت کېږي.