
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
راپورنه وايي، پر ایران د اسرائیلي بریدونو پرمهال يو افغان ځوان وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپيان شوي دي.
سرچینو کابل ټلیګراف ته تایید کړه چې دغه ۱۸ کلن ځوان د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی او پرون ورځ په ایران کې د اسرائیلو په بریدونوکې ووژل شو او ۳ ملګري یې ټپیان دي.
وژل شوی ځوان شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې په وطن کې د بې روزګارۍ له امله ایران ته کډوال شوی او هلته يې مزدوري کوله چې پرون له دغې پېښې سره مخ شو.
په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال په قانوني او غیر قانوني توګه مېشت دي چې د اسرائیل او ایران د جګړې له امله اکثریت یې له ګواښ سره مخ دي.