
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور پوليس وايي، پېښور پوهنتون کې د دوو ښځينه وو جسدونه موندل شوي چې مور او لور دي.
د پوهنتون يو امنيتي مسوول غني خان د جون په ۱۷مه رسنيو ته ويلي چې د دغو دوو عیسوي مېرمنو جسدونه د پېښور پوهنتون په انګړ کې د کرسچن کالونۍ (عیسویانو کلي) کې د کلیسا ترڅنګ غورځول شوي وو.
هغه ويلي، په جسدونو کې یو يې د ۴۵ کلنې شاهين بي بي او د هغې د ۱۷کلنې لور کېنزا دي.
نوموړي ويلي چې تر اوسه د دغو مېرمنو د وژلو د علت او قاتلینو په تړاو معلومات نشته خو پلټنې روانې دي.