
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف افغانستان لپاره د ناروې سفارت له شارژدافیر، پیر البرت الساس سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت وایي، چې حنیف په دې کتنه کې د ناروې له بشري مرستو مننه کړې او له نړیوالې ټولنې او مرستندویو ادارو یې غوښتي، چې خپلې هڅې په پراختیايي مرستو، د کډوالو د ستونزو حل، او د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره متمرکزې کړي.
نوموړي دغهراز د افغانستان پر شتمنیو دوامداره بندیزونه او د شتمنیو کنګلول، د فقر او بیکارۍ د زیاتېدو لامل بللی او د بندیزونو د لرې کولو او د زېرمو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.
ورته مهال، د ناروې شارژدافیر ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره د افغانستان له خلکو سره ۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي.