
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سرګي ریابکوف، د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې اسراییل ته د امریکا مستقیمه پوځي مرسته کولی شي د منځني ختیځ وضعیت په بشپړ ډول بېثباته کړي.
بل لور ته په جلا څرګندونو کې د روسیې د بهرني استخباراتو د ادارې (SVR) مشر، سرګي ناریشکین، ویلي چې د ایران او اسراییل ترمنځ وضعیت اوس “کړکېچن” شوی دی.