
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران مذهبي رهبر، آیتالله علي خامنهيي، خبرداری ورکړی چې د امریکا نظامي لاسوهنه به د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه کې له نه جبرانېدونکو پایلو سره مل وي.
هغه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره چې ایران باید بشپړ تسلیم شي، ټینګار وکړ: «هوښیار کسان چې ایران، د دغه هېواد ولس او تاریخي شالید پېژني، هیڅکله له ایران سره د ګواښ په ژبه خبرې نه کوي؛ ځکه چې د ایران ولس د تسلیمېدو نه دی.»
د ایران مذهبي مشر همداراز وویل، د ایران ولس به د «تپل شوې جګړې» پر وړاندې په قاطعیت سره درېږي.