
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
سپاه پاسدارن ویلي، چې په لومړي ځل یې پر اشغال شویو سیمو برید کې له «سجیل» ۲۰۰۰ کیلو مټري توغنديو څخه ګټه اخیستې ده.
د سپاه پاسداران په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د صهیونیستي رژیم دفاعي سیستم د تېرو څو توغندیزو بریدونو له امله ټوټه ټوټه شوې او اوس د اشغال شوې هوایي فضا اسمان د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو ته خلاص دی.
اسرائیلو د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیلو د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، وروسته تر اوسه دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي؛ په بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني تلفات اوښتي خو کره شمېر یې معلومه نه ده.
وروسته له هغې دا اوومه ورځ ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ جګړه روانه ده.