افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له هرو لسو څخه ۸ مېرمنې له زده کړو محرومې دي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

ملګرو ملتونو يو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زده کړو د دروازو تړل کېدو په تړاو اندېښنه شریکه کړې او ويلي يې دي چې د دغه هېواد له هرو لسو مېرمنو څخه ۸ هغه يې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند فرحان حق رسنیو ته په يو لېږلي پيغام کې ويلي چې افغانستان په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د ښځو او نارینه وو د حقونو ترمنځ په کې نابرابروالی موجود دی.

هغه ويلي، د روغتیا، زده کړو، مالي مشارکت او پرېکړو نیولو په برخو کې افغان مېرمنې له نارینه وو سره ۷۵ سلنه توپير لري.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو راپور کې ويلي، چې یوازې ۲۴ سلنه د افغانستان د کار ځواک ښځې دي، په داسې حال کې چې ۸۹ سلنه نارینه‌ دي، چې دا د نړۍ په کچه په کاري ځواک کې د تر ټولو لوړې جنسیتي نابرابرۍ څرګندونه کوي.