افغانستانخبرونه

جاپان له راستنېدونکو افغانانو سره ۷.۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره په کتنه کې د افغان کډوالو ته د مرستو پر چمتو کولو او له طالبانو سره د جاپان پر اړیکو خبرې کړې دي.

دې کتنه کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې روان زېږدیز کال به د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل په موخه ۷.۵ میلیونه ډالر ولګوي.

دغه راز دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان د مرستو دوام مهم بللی او د رسونې برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار کړی دی.