
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز راپور ورکړی چې د جرمني، فرانسې او بریټانیا بهرنیو چارو وزیران به سبا (جمعه) په جینوا کې له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره پر اټومي مسایلو خبرې وکړي.
راپور کې د یوه جرمني ډیپلوماټ په حواله راغلي چې دغه چارواکي به له عباس عراقچي سره تر کتنې وړاندې، جینوا کې د اروپایي ټولنې له مخکښې ډیپلوماټې کاجا کالاس سره وګوري.
راپور کې راغلي چې دغه لویدیځ هېوادونه د دې لپاره د امریکا په همغږۍ له ایران سره خبرې کوي، څو تهران اړ کړي چې له اټومي پروګرامه د ملکي موخو لپاره کار واخلي.