
کابل ټیلیګراف – ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانې جګړې ته په اشارې سره ويلي چې راتلونکو دوو اوونيو کې به په دغه جګړه کې د ګډون يا نه ګډون پرېکړه وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند کارولین لویټ په يو بیان کې ويلي چې اوسمهال د ډونالډ ټرمپ اداره پر ایران د برید د احتمالي لګښتونو په اټکل کار کوي او ترڅنګ يې ولسمشر ټرمپ له فشارونو کار اخلي چې ایران د خبرو اترو میز ته کېنوي.
په دې وروستيو ورځو کې چې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه روانه ده، ولسمشر ټرمپ پر خپله اېکسپاڼه بېلابېل پيغامونه خپاره کړي دي. هغه له خوې خوا د خبرو اترو وړاندېزونه کړي او له بل اړخه يې بیا پر ایران د برید ګواښونه او د ایران د تسلیمۍ خبرداری ورکړی دی.