
کابل ټیلیګراف – ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستيال وايي چې دغه ډله له چین او سويلي اسیا هېوادونو سره د ښو اړیکو رامنځته کېدو او دوام ته لیواله ده او د دغو هېوادونو يې د کانونو استختراج، انرژي، ترانزیټ، ټکنالوجۍ او سوداګرۍ برخه کې همکاري اړينه یاده کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې چین ته د سفر پرمهال پ هدغه هېواد کې د چین – سويلي اسیا د نهم نړیوال نندارتون ته د وينا پرمهال کړې دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې نندارتون کې چې د مختلفو هيوادونو چارواکو او استازو برخه اخيستې وه، د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلې وينا پر مهال د (اسلامي امارت) د لوړ پوړي پلاوي د بللو له امله د چين دولت څخه مننه وکړه .
حنفي په دې بيانولو سره چې د چين – سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی وويل: د چين ولسي جمهوریت د نړۍ د يو اقتصادي ځواک په توګه د «يو کمربند، يوه لار» په څېر نوښتونو له لارې د سيمې هيوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال ټينګار وکړ، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا هيوادونو سره د کانونو استخراج، انرژي، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره زموږ هيواد کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.