خبرونهنړۍ

د ایران درې نورې الوتکې د فضايي حدودو د بندېدو سره، سره مسقط ته ورسیدې

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیلي بریدونو وروسته د ایران د فضايي حدودو د بندېدو په اتمه ورځ، د ایران درې نورې مسافر وړونکې الوتکې د مشهد او نورو هوايي ډګرونو څخه د عمان پلازمینې مسقط ته پروازونه کړي.

د هوايي چلند سرچینو په وینا، د ایران د ساها هوايي شرکت دوه بوئنگ 737 الوتکې د جمعې په سهار 7 بجې د مشهد هوايي ډګر څخه د JJ32 او JJ33 پروازونو په نوم پروازونه وکړل او د عمان مسقط ته ورسېدې.

همدا راز، د ایران د میراج هوايي شرکت یوه ایربس A320 الوتکه د JJ31 پرواز په نوم له نامعلوم هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه، چې په ناڅاپي ډول په 37,000 فوټو لوړوالي کې په رادار باندې راڅرګنده شوه او د نورو دوو الوتکو سره یوځای مسقط ته ورسېده.

د یادونې وړده، چې د چهارشنبې په ورځ هم د ایران دولت درې الوتکې مسقط ته ورسیدې، چې اوس هم هلته شتون لري.