
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د قضایی قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی دی چې د مجید مسیبي په نوم د موساد جاسوس اعدام شو.
د دغه اعلامیې له مخې؛ د مجید مسیبي د اعدام حکم، چې د موساد د عامل په توګه نیول شوی او محاکمه شوی و، نن سهار پلي شو.
د صدا او سیما د خبر له مخې؛ د یاد کس د دوسیې د اسنادو له مخې، نوموړي د موساد سره د همکارۍ پر مهال هڅه کوله چې محرم معلومات موساد ته ورکړي او په بدل کې یې کریپټو پیسې ترلاسه کولې.
هغه د خلیج په یوه هیواد کې د موساد سره اړیکه نیولې وه او په اوونیز ډول یې په یوه اړیکو پلیټ فارم کې خپل کاري راپور وړاندې کاوه.