
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
امریکایي ورځپانې دعوه کړې، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای درې تنه د خپل ځای ناستې په توګه وړاندیز کړي دي.
یوې امریکايي ورځپاڼې ادعا کړې چې د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه اي په یوې مهمې پرېکړې سره د خپل احتمالي ځای ناستې په توګه تصمیم نیولی دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، آیت الله خامنه اي د خپل احتمالي ځای ناستې لپاره د درېو علماوو نومونه وړاندیز کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا، آیت الله خامنه اي دا “غیر معمولي اقدام” د اسرائیلو د بریدونو د شدت په پام کې نیولو سره کړی دی.
راپور وايي چې د ایران ستر مشر ته اندېښنه ده چې اسرائیل یا امریکا به د هغه د وژلو هڅه وکړي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه درې علما چې آیت الله خامنه اي د خپل ځآی ناستې په توګه وړاندیز کړي، د هغه زوی مجتبي پکې شامل نه دی.
د هغه زوی چې دیني عالم دی، د سپاه پاسدران سره نږدې ګڼل کیږي او تر دې دمه د آیت الله خامنه اي د احتمالي ځای ناستې په توګه یادېده.
راپور وايي، د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د هغه د ځآی ناستې لپاره یو احتمالي نوماند ګڼل کېده، خو هغه په ۲۰۲۴ کال کې د یوه هلیکوپتر په پېښه کې ووژل شو.