
کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنۍ وایي، د اسراییل له لوري پر ایران د بریدونو په دوام، د دوشنبې په سهار شاوخوا دوهنیمې بجې د تهران هوايي دفاعي سیسټم د کوچنیو اسراييلي بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې فعال شو.
د راپورونو پر بنسټ، د کرج هوايي دفاعي سیسټم هم د “صهیونیسټي رژیم د یرغل” پر وړاندې فعال شوی دی.
ایراني رسنۍ د خلکو له قوله هم ویلي، د دوشنبې په سهار دوه ځل رڼاګانې د تهران شمال لویدیځ اسمان کې لیدل شوې دي.