افغانستانخبرونه

طالبانو له ساعتونو ځنډ ورورسته پر ایران د امریکا بریدو وغانده

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو پر ایران د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

اسرائیل د وړمې جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) په سهار پر ایران بریدونه وکړل؛ له هماغې ورځې تر اوسه لس ورځې کېږي چې دواړه خواوې یو پر بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.

د امریکا متحده ایالتونه هم په مستقیمه توګه په دې جګړه کې ښکېل شول او پر ایران یې بریدونه وکړل.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «موږ د صهونیستي رژیم د بریدونو په ادامه د ایران پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالتونو بریدونه غندو او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره نقض یې بولو.»

نوموړي زیاته کړې، دغه ډول بریدونه نه یوازې چې د ستونزې په هواري کې مرسته نه شي کولی، بلکې په سیمه کې جګړه او بې‌ثباتي لا پراخولی شي.