خبرونهنړۍ

امریکا له چین وغوښتل چې ایران پرېنږدي چې هرمز تنګی وتړي

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر له چین غوښتي چې ایران د هرمز تنګي تړلو ته پرېنږدي او په دغه برخه کې مداخله وکړي.

مارکو روبیو دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې پرون د یکشنبې په ورځ د ایران د پرېس ټي وي اعلان وکړ چې د دغه هېواد اسلامي شورا مجلس پرېکړه کړې چې د هرمز تنګی به تړل کېږي.

تر دغه اعلان څو ساعته وروسته په ځایي وخت د یکشنبې په سهار د فاکس نیوز امریکايي تلویزیون په سهارنۍ خپرونه کې د امریکا د بهرني چارو وزیر مارکو روبیو پر چین غږ کړی چې ایران دې د هرمز تنګي تړل کېدو ته نه پرېږدي او بیجېنګ باید په دغه برخه کې مداخله وکړي.

ایران د هرمز تنګي د تړل کېدو پرېکړه ظاهراً په دغه هېواد باندې د امریکا تر بریدونو وروسته کړې ده.