خبرونهنړۍ

د اسلامي همکارۍ سازمان: پر ایران د اسرائیلو برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسلامي همکارۍ سازمان د اسرائیلو له لوري پر ایران، لبنان، سوریه او غزه باندې بریدونه د نړیوالو قوانینو او د هېوادونو له ملي حاکمیت او امنیتی څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې او دا یې محکوم کړي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې چې په ترکیه کې ترسره شوه په دې اړه يوه اعلاميه خپره شوې ده. خو په دغه اعلامیه کې د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ته هېڅ اشاره نه ده شوې.

دوی په دغه ګډه اعلامیه کې د اسرائیلو له لوري پر ایران او ځينو نورو هېوادونو بریدونو ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې غوښتني چې د دغو بریدونو او جګړې د پای ته رسولو برخه کې جدي اقداام وکړي او اسرائیل د دغې جګړې د پيل په اړه ځواب ويلو ته اړ کړي.