
کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
نن د متحده عربي امارتونو په کوربتوب باندې د افغان ښځو د حقونو او د طالبانو د حکومت له لوري د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو غونډه جوړېږي.
دا غونډه چې ( افغان ښځې؛ د مسوولیت منلو لپاره سیمه ییز غږ) عنوان ورکړل شوی د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت، د ښځو له حقونو څخه د طالبانو د حکومت د سرغړونو او نورو بشري حقونو پرتلنه او پلټنه وکړي.
د دغې غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د ښځو له حقونو ملاتړ څرګندوي او دغه راز به د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره کار او مبارزه کوي.