
کابل ټیلیګراف – ۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بښنې نړیوال سازمان په يو راپور کې ويلي چې افغان فلم جوړونکی او د تلویزیوني خپرونو پروډيوسر سید عبدالرحیم سعیدي د طالبانو له ۱۱ میاشتني بند څخه ازاد شو.
نوموړی چې د ژورنالېزم او فلم جوړولو او لیکلو برخه کې يې شاوخوا شل کاله کار کړی، د طالبانو لخوا د دوی د نظام پر ضد د تبلغاتو په تور نيول شوی وو او د درېیو کلونو د بند سزا ورکړل شوې وه.
خو تازه د بښنې نړیوال سازمان له جزیاتو ورکولو پرته اعلان کړی چې نوموړی د ۱۱ مياشتو بند له تېرېدو وروسته بېرته ازاد شو.
د هغه وروستی فلم د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونيزو ادارو د دروازو د تړل کېدو په تړاو وو چې د طالب استخباراتو له دا ډول چلند سره يې مخ کړ.