
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وایي، په تیرو دوه کالونو کې ۳ نیم میلیونه افغانان له کاونډیو هېوادونو افغانستان ته را ستانه شوي، چې ډیری یې په نا مناسبو شرایطو کې له کاونډیو هېوادونو راشړل شوي.
دغه ادارې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت افغانستان ته ورځ تر بلې د افغانانو په راستنیدو کې د زیاتوالي او دغه هېواد کې له کډوالۍ راستانه شویو کورنیو ته د بودیجې د نشتوالې څخه اندېښنه ښودلې.
افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر ټینګار کوي چې د منظم او سم مدیریت لپاره بیرته ستنیدل باید په داوطلبانه، سیسټماټیک او په خوندي شرایطو کې نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.
د یاد سازمان د چارواکو په وینا، دامهال ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د راستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالي دغه اړتیاوې او ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.
دوی زیاتوي چې د بېرته راستانه شویو اړتیاوو او ننګونو ته د رسېدنې لپاره له مرستندویه سازمانونو سره د نړیوالو هڅو همغږيکول په بیړني ډول اړین دي.