افغانستانخبرونه

غزني کې د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړې له امله یو تن وژل شوي دی

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د هزاره ګانو رمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې  دغه پېښه د ناور ولسوالۍ په برجګي تیختي کلي کې د کوچیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شوې چې یو کس په کې وژل شوی دی.

خبرپاڼې له مخې، وژل شوی کس د هزاره قوم اړوند دی او امنیتي ځواکونو په دې اړه درې کوچیان له وسلو سره نیولي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.