
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د استازو جرګې له لوري هغه لایحه تصویب شوه چې له مخې یې د امریکا د خلکو د مالیاتو پیسې ترهګریزو ډلو ته نه شي ورکول کېدلی. د دغې چارې موخه د امریکا له لوري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل دي.

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ټایم برچټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د څو کلونو هلو ځلو او مبارزې وروسته وتوانېدو چې ترهګریزو ډول ته د امریکا د خلکو د مالیاتي پیسو پر ورکولو بندیز ولګوو او دا لایحه د استازو په جرګه کې تصویب شوه.
هغه زیاته کړې «ډېر ویاړ کوم چې د کلونو هڅو وروسته په دې وتوانېدو چې ترهګرو ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د ډالرو د ورکړې مخه ونیسو او دا لایحه تصویب کړو.»
دا طرحه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت اړ باسي چې طالبانو ته د امریکا د بشري مرستو د لېږد مخه ونيسي او دغه راز د امریکا کانګریس ته په دې اړه معلومات ورکړي.