افغانستانخبرونه

بهر مېشتو افغانانو ته د پېژند پاڼو غیر حضوري خدمتونه پیل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړ، چې بهر میشتو افغانانو ته یې د پېژند پاڼو غیر حضوري خدمتونه پیل کړي او تر دا مهاله یې د نږدې ۳ زره تنو د پېژند پاڼو اړوند ستونزې حل کړي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې موده کې ۹۴۲ نویو، ۷۶۲ مثنی او ۱۰۱۵ اصلاحي خدمتونه وړاندې شوې دي.

دغه راز، په همدې موده کې په کابل ښار کې ۷۸۷ کسانو ته نوې پېژندپاڼې، ۹۸۷ کسانو ته مثنی او ۱۰ زره او ۶۶۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوې دي.