
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کابل د شپاړسمې ناحیې په مربوطاتو کې دوو وسله والو کسانو يو ځايي دوکاندار په ډزو وژلی چې په تړاو يې طالبانو د عصمت پاچا په نوم د خوست يو نوموتی شاعر نیولی دی.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې دا پېښه پرون مازیګر د نادر خان تپې څنګه ته په البرز بلاکونو کې شوې ده چې په تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي.
په نیول شويو کسانو کې يو يې د خوست مشهور شاعر عصمت پاچا دی.
ويل کېږي چې قاتلینو او مقتول پخوانۍ دښمني درلوده.