
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند سید طیب حماد رسنيو ته ويلي چې دره نور ولسوالۍ اړوند د لمټک کلي په يوه کور کې ماشومانو له لوري د راکټ پخوانۍ موندل شوې مرمۍ ټکولو له امله رامنځته شوې.
د دره نور ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ مسئولين پېښې سره سم سيمې ته رسيدلي او ټپيان يې حوزوي روغتون ته لېږدولي چې اوس يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.