
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران قضایه قوې اعلان کړی، چې نن (چهارشنبه) یې درې کسان د اسرائیلو رژیم استخباراتي سازمان (موساد) ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په ایران کې شپږ کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
دا په داسې حال کې ایران په تېرو ۱۲ ورځو کې څه باندې اووه سوه کسان اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي او ځینې یې اعدام کړي دي.