افغانستانخبرونه

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې د مرګ‌ژوبلې شمېرې

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

رویټرز خبري اژانس د ایران د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې له اسراییل سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ۶۱۰ کسان وژل شوي او څه کم ۵ زره ټپیان دي.

اخوا د راپور پر بنسټ بیا په اسراييل کې د دغې جګړې له امله ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د اسراييل د پوځ راډیو ویلي، ایران د دوی پر سیمو له ۵۰۰ تر ۵۵۰ بالیستیکي توغندي توغولي او له زرو د زیاتو بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې کړي چې پراخ ویجاړی یې کړی دی.

د ایران ولسمشر، مسعود پزښکیان د سې‌شنبې په ورځ په یوه وینا کې اعلان وکړ چې دا شخړه، چې د اسراييل له لوري د روانې جون میاشتې په ۱۳مه پیل شوې وه، اوس پایته رسېدلې او له دولتي ادارو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د بیارغونې چارو ته مخه کړي.