خبرونهنړۍ

پاکستان کې په دوه جلا پېښو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پنجاب او خیبرپښتونخوا صوبو کې په جلا، جلا پېښو کې ۸ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ د پنجاب صوبې د ګوجرانواله په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي، چې په کې یوه ښځه، خاوند او د هغوی دوه ماشومان شامل دي.

په دې پېښه کې چې د موټر سایکل او کرولا موټر د ټکر له امله شوې، یو تن ټپي شوی هم دی، چې روغتیایي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د یو بل خبر له مخې؛ د خیبرپښتونخوا په پاړاچنار سیمه کې د باروتي سُرنګ کې د چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دی.

پولیسو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې او د نورو سْرنګونو د شتون خبرداری یې ورکړی.