کابل ټیلیګراف
طالبانو له صنعتکارانو غوښتي چې د برېښنا پیسې پر وخت تحویل کړي

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر له یو شمېر صنعتکارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې عمر د برېښنا منظم وېش او تخنیکي زیانونو مخنیوي لپاره د صنعتي فابریکو د ترانسفارمرونو په تنظیم او د برېښنا لګښت پیسو پر وخت تحویلولو ټینګار کړی دی.
دغه راز دې ناسته کې صنعتکارانو د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ سره خپلې غوښتنې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د برېښنا لګښت پیسې به پر وخت تحویلوي.