
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوالو راپورونو له مخې، د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې اسرائیلو د خپلو ۳۲ تنو سرتیرو او عامو وګړو د وژل کېدو پخلی کړی.
د را پورونو له مخې؛ اسرائیلو ته د دغه جګړې له امله ۸.۷ میلیارده ډالر زیان رسیدلی، خو ایران څه باندې ۶ زره کسانو ته د مرګ ژوبلې پخلی کړی، خو د خپلو مالي زیانونو په اړه یې څه ندي ویلي.
د امریکا د یوې مجلې په وینا، اسرائیلو پخپل هوایي دفاعي سیستم د ورځې له ۱۰ څخه تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې لګښت کړی.