
کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې هېواد د استنبول د عامه څارنوال دفتر ویلي، د دې هېواد پولیسو د سهشنبې په ورځ ۱۵۸ پوځیان د فتح الله ګولن سره په ۲۰۱۶ کال کې د بغاوت په تور نیولي.
دغه دفتر زیاته کړې، د یاد بغاوت په تور د ۱۸ نورو پوځیانو د نیولو هڅې هم جریان لري.
فتح الله ګولن، یو مشهور ترکي دیني عالم و، چې تیر کال ومړ.
هغه د ترکیې په ولسمشر رجب طیب اردغان همېش انتقادونه کول.
هغه په ۱۹۹۹ کال کې امریکا ته تللی و، چې بیرته را ستون نشو.
د ترکي دولت ادعا کوي چې ګولن د اردغان د حکومت د ړنګولو لپاره بغاوت پیل کړی و.
د ۲۰۱۶ ناکام بغاوت وروسته تر اوسه شاوخوا ۲۶ زره کسان نیول شوي، چې له ۹ زرو څخه زیات یې زنداني شوي دي.