خبرونهنړۍ

د ترکي ولسمشر پر ضد د بغاوت په تور ۱۵۸ پوځیان نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې هېواد د استنبول د عامه څارنوال دفتر ویلي، د دې هېواد پولیسو د سه‌شنبې په ورځ ۱۵۸ پوځیان د فتح الله ګولن سره په ۲۰۱۶ کال کې د بغاوت په تور نیولي.

دغه دفتر زیاته کړې، د یاد بغاوت په تور د ۱۸ نورو پوځیانو د نیولو هڅې هم جریان لري.

فتح الله ګولن، یو مشهور ترکي دیني عالم و، چې تیر کال ومړ.

هغه د ترکیې په ولسمشر رجب طیب اردغان همېش انتقادونه کول.

 هغه په ۱۹۹۹ کال کې امریکا ته تللی و، چې بیرته را ستون نشو.

د ترکي دولت ادعا کوي چې ګولن د اردغان د حکومت د ړنګولو لپاره بغاوت پیل کړی و.

د ۲۰۱۶ ناکام بغاوت وروسته تر اوسه شاوخوا ۲۶ زره کسان نیول شوي، چې له ۹ زرو څخه زیات یې زنداني شوي دي.