خبرونهنړۍ

د ایران پارلمان د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې سره همکاري ځنډولو قانون تصویب کړ

کابل ټیلیګراف – ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایراني رسنی د خبر له مخې؛ د ایران پارلمان د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې (IAEA) سره د همکارۍ ځنډولو قانون تصویب کړ.

د پارلمان په نننۍ غونډه کې د دې قانون په حق کې ۲۲۱ رایې ورکړل شوې او هیڅ مخالفه رایه نه وه.

په دې غونډه کې یو غړی غیر حاضر و.

د ایران اټمي ادارې مشر محمد اسلامي ویلي چې د اټمي مرکزونو پر وړاندې د بریدونو مخنیوی کړی او ژر به تولید پر وړاندې ټول خنډونه لري کړای شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا برید وروسته ایران اوس د اټمي وسلو جوړولو څخه ډېر لیرې دی.

نوموړي زیاته کړه چې د ایران اټمي پروګرام ته “ډېر زیات” زیان رسیدلی او د نورو جزیاتو په اړه به معلومات تر لاسه کړي.